اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

د افغانستان امنیت څار بنسټ د دریو میاشتو نوې راپوړ

دید خبرې آژانس: د افغانستان د امنیت څار بنسټ د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې په تېرو دریو میاشتو کې په امنیتي پېښو کې ۲۱۷ کسان وژل شوي او ۲۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې دغه پېښې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې ترسره شوې دي.

دغه بنسټ وايي، په دغو پېښو کې اکثره د مقاومت جبهې، د ازادۍ جبهې، دا/عش او نورو ډلو بریدونه شامل دي.

که څه هم طا-لبانو تل ویلي چې دوی په ټول افغانستان کې امنیت تامین کړی دی.

 خو په دې راپور کې راغلي، چې په تېرو دريو مياشتو کې ٩٤ امنيتي پېښې شوي، چې ډېرې يې په کابل کې ٤٧ پېښې، په هرات کې ١١ پېښې، په بغلان کې نهه پېښې او پنځه پېښې په تخار کې شوې دي.

په راپور کې همدا راز ویل شوي، چې په دريو میاشتو کې د ازادۍ جبهې ۱۹ بریدونه، د مقاومت جبهې ۵۷ بریدونه، دا/عش شپږ بریدونه او «نامعلومې ډلې» نهه بریدونه کړي، چې ډېری یې د طا-لبانو اشخاص او پوستې په نښه کړي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د دریو میاشتو په ترڅ کې د بې پیلوټه الوتکو درې بریدونه شوي، چې ډېری یې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې شوي دي.

د افغانستان د امنيت د څار بنسټ وايي چې د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې وژل شوي کسان د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) غړي وو.

دغه بنسټ وايي، په دغو بریدونو کې ۱۸۰ طالبان وژل شوي او ۱۶۸ نور ټپیان شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د طا-لبانو پر مرګ-ژوبلې سربېره، په تېرو درېیو میاشتو کې په بریدونو کې ۱۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

له پلوه د راپور پر بنسټ، په دغو پېښو کې ۱۶ «بهرني ترهګر» وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي، چې ډېری یې د پاکستاني طا-لبانو غړي دي.

د افغانستان د امنيت د څار بنسټ دا هم وايي، چې په تېرو دريو مياشتو کې په هېواد کې په امنيتي پېښو کې درې بهرني ٶګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا