اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورمهم مطالبګزارش

د افغانستان اقتصادي ستونزو لپاره د امریکا د سولې انسټیټیوټ حل لارې

دید خبرې آژانس: د امریکا د سولې انسټیټیوټ وایي، نړۍ کې د ناورینونو زیاتوالي له امله افغانستان سره د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو کمښت د افغانستان اقتصاد زیانمن کړی دی.

دغه انسټیټیوټ ویلي، د افغانستان اقتصاد تر ډېره پر نغدو پېسو، غیر رسمي حوالو او امریکایي ډالرو متکي دی او بانکي سیسټم یې د نړۍوالو بندیزونو او باور نشتون له امله ستونزو سره مخ دی.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ د افغانستان اقتصاد په اړه وروستۍ مقاله کې دغه راز ویلي، د افغانستان مرکزي بانک د سترو اقتصادي پالیسیو په تطبیق کې له ننګونو سره مخ دی، بهرنیو بانکو کې خپلو زیرمه شویو پیسو ته لاسرسی نه لري او د پیسو د چاپ په برخه کې هم له جدي ننګونو سره مخ دی.

د امریکا سولې انسټیټیوټ کې د افغانستان په برخه کې متخصص ویلیم بیرډ دغه مقاله کې ویلي: « طالبان باید اقتصادي زیانونو د کمولو لپاره باید خپل اقتصاد په سمه ده توګه مدیریت کړي. د استعارو تبادلې لوی توپیر را کم کړي او نغدي زیرمو کې افغانۍ زیاتې کړي.»

د امریکا د سولې انسټیټیوټ د افغانستان اقتصاد په اړه وروستۍ مقاله کې پر ډالرو نه اتکا، د افغانیو دودول او د پيسو پرې کولو ډیجیټل سیسټم جوړول د افغانستان د اقتصادي ستونزو حل لارې په ګوته کړې دي.

دغه انسټیټیوټ ویلي، له ۲۰۲۲ زېږیز کال راهیسې افغانستان سره په بشري مرستو کې کمښت راغلی دی. داسې چې افغانستان سره په ۲۰۲۲ کال کې ۳.۸ میلیارده ډالره بشري مرستې ۲۰۲۳ کې ۱.۹ میلیارده ډالرو ته راکمې شوې او ۲۰۲۴ کال بیا تر دې مهاله یوازې ۱.۲ میلیارده ډالره بشري مرسته شوې ده.

دغه مقاله کې ویل شوي چې سویټرزلنډ کې د افغانستان کنګل شوې نغدي پیسې هم کولای شي په غیر مستقیمه توګه د افغانیو د ارزښت ساتنې په برخه کې مرسته وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا