Uncategorizedاسلایدشوافغانستان

د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا؛ د لونګ او نوای زن راډیوګانو شکایتونه وڅېړل شول

دید خبرې آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معين او د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون د مرستیال مهاجر فراهي په مشرۍ، د دغه کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د خپرونو چارو معین، د کمېسیون د تېرې ناستې د پرېکړو او لاسته راوړنو ارزونه کړې ده.

د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون په دې ناسته کې د دوو راډیوګانو (لونګ او نوای زن) د شکایتونو د څېړنې سربېره، د افغانستان د ژورنالیستانو اتحاديې له خوا د رسنیو د کارکوونکو ستونزې له کمېسیون سره شریکې شوې او ترڅنګ يې د رسنیزو خپرونو په جریان کې د ملي او اسلامي هویت د تثبیت او ټینګښت په موخه د الفاظو، اصطلاحاتو او القابو د اصولي کارونې او تثبیت لپاره کمېټه ټاکل شوې ده.

په ناسته کې پر شپږو نورو موضوعاتو هم بحث شوی او په اړه يې لازمې پرېکړې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button