افغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهټولنه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: د کابل بالاحصار د بیارغونې چارې اتیا سلنه پر مخ تللې دي

دید خبرې آژانس: لرغونپوهان او فرهنګپال په هېواد کې د تاریخي ځایونو په تېره بیا د کابل د بالا حصار پر ساتنې او بیارغاونې ټینګار کوي.

د طا-لبانو داطلاعاتو اوکلتور وزارت وايي چې ټاکل شوې ده دهېواد ددغې لرغونې برخې کار د روان کال ترپايه بشپړ شي.

د بالا حصار کلا چې دوه ویشت برجونه لري، د کابل ښار په سویل کې د شېر دروازې د غره په لمن کې ده او د یفتلیانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوې ده.

دغه لرغونی کلا په ۲۳۰جریبه ځمکه کې جوړه شوې او یو وخت د افغانستان د پاچاهانو د اوسېدو ځای و.

په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې مسوولین وایي چې «هغه ځایونه چې بیارغولو ته یې اړتیا ده، کار پرې روان دی. بیلابیلې برخې چې دروازې او د ډبرو کېښودل پکې شامل دي.»

د کوشاني نړۍوال څېړنیزو مرکز رییس، سر څېړونکی کتاب خان فیضي هم و ویل: «د کابل بالاحصار د یفتلیانو له وخته د کابل په زړه کې دی. دغه ابده شاوخوا ۲۲ برجونه لري. څنډو ته یې خندقونه وو چې اوس یې نښې نښانې نشته. خو له تاریخي اړخه په سیمه کې بې سارې دی.»

بلخوا، لرغونپوهان او فرهنګپال په هېواد کې د تاریخي ځایونو په تېره بیا د کابل د بالا حصار پر ساتنې او بیارغاونې ټینګار کوي.

د فرهنګي چارو شنونکی، عبدالرحمن احساس وايي: «تاریخي ابدې چې د یوه هېواد ژوندی تاریخ دی، باید د ساتنې په برخه کې یې پام وشي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل د بالاحصار د بیارغاونې کار په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د مخکیني حکومت د اطلاعاتو او کلتو وزارت له لوري د آغا خان د کلتوري بنسټ په همکارۍ پيل شوې و، خو د بودجې د نشتوالي او د کېدنو د نه بشپړیدو له امله ودرېد.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا