اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د اشرف غني اختریز پیغام/ افغانان له سوله‌ییزې لارې مشروع نظام غواړي

دید خبرې آژانس: له واکه لرې کړل شوی ولسمشر محمد اشرف غني وايي د مشروع نظام رامنځته کول باید د مخکنیو ازمایل شویو څېرو بیا واک ته رسېدو په معنی نه وي.

نوموړي په خپل اختریز پیغام کې ټينګار کړی چې د مشروع نظام رامنځته کول د افغانانو غوښتنه ده او غواړي داغوښتنه له سوله‌ییزې لارې ترسره شي نه د جګړې له لارې؛ ځکه دا د تباهۍ لار ده.

ښاغلي غني ټينګار کړی چې د دې موخې تر لاسه کولو لپاره د خلکو زغم نامحدود نه دی او دې ته باید لاره جوړه نه شي هغه غوټه چې په لاس خلاصېږي په خوله یې خلاصه کړي.

نوموړي د طالبانو اوسنۍ واکمنۍ ته په اشاره ویلي چې مشروعیت د استبداد له لارې نه تر لاسه کېږي:”استبداد پخپله ځان ته مشروعیت نه شي بښلی، توره او ټوپک، انفجار او انتحار مشروعیت ته لار نه باسي، دا حکم د ولس په لاس کې دی او د هغه له حکم او ګډون پرته مشروعیت نه راځي. ټول پوهېږو چې افغانان په ښکاره د نظام مشروعیت او د منلو وړ حکومت د ټولو لپاره غواړي. خو ترجېح ورکوي چې دا کار له سوله‌ییزې لارې ترسره شو، د جګړې او وینې تویولو پلویان نه دي، ځکه نو دوی متل لري، هغه غوټه چې په ګوتو خلاصېږي، خولې ته یې اړتیا نه شته.”

ښاغلی غني چې د جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته په متحده عربي اماراتو کې اوسېږي، وايي خلک نه غولېږي او د هغه څه له مخې قضاوت کوي چې ویني یې.

تېر کال هم محمد اشرف غني په ځپل اختریز پیغام کې د مشروع نظام پر ژر جوړېدو ټینګار کړی و او ویلي یې وو چې د طالبانو حکومت د افغانستان مسله نه شي حل کولای.

افغانستان کې د طالبانو واکمني نژدې درې کلنه شوه، خو تر اوسه یې حکومت چارسمبالی دی او د سیاسي د راتلونکي په اړه روښانه تګ لاره نه شته. طالبان خپله واکمني مشروع بولي او ادعا کوي چې د خلکو ملاتړ ورسره دی.

خو د طالبانو ځینې اړوند کسان هم ظاهرا له دې وضعیت خوښ نه دی. په یوه نسبتا بې‌سارې توګه پاکستان کې د طالبانو مخکنی سفیر او د ګوانتانامو پخواني زنداني عبد السلام ضعیف د طالبانو مشر په غوږ وهلی او ویلي یې دي “هر امیر چې د مطلق امر واکمن شي د وخت په تېرېدو مطلق مستبد کېږي”، پایله کې غوړه مالان ځانته نژدې کوي او د پوهې خاوندان له ځانه لرې کوي.

نوموړي پر اېکس یوه بیان کې د استبداد ترڅنګ له مسؤولیته غفلت او له شریعت سره د واکمنو او شاخوا کسانو د مزاج ګډېدل د زوال د لاملونو په توګه یاد کړي دي.

هغه د دې ستونزې د هواري لپاره د مشرتابه د یوې پیاوړې شورا رامنځته کولو وړاندیز کړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا