اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د اسماعیل هنیه جنازه دوحه کې خاورو ته وسپارل شوه

دید خبرې آژانس: د حماس د سیاسي دفتر مشر، چې د چهارشنبې په ورځ تهران کې په خپل استوګنځي کې ووژل شو، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، چې د بېلابېلو هېوادونو استازي په کې برخه درلود؛ خاورو ته سپارل شوه.

ویل کیږی چې د اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، د اسلامي امارات لوړی پوړی غړی انس حقانی او د سرپرست حکومت یو شمېر نور چارواکي هم په دغو مراسمو کې برخه درلود.

په همدې حال کې د یمن حوثیانو مشر وايي، چې په دې اړه د دوی دریځ واضح دی او د هنیه د غچ اخېستو په لټه کې دي.

د یمن د حوثیانو مشر، عبدالمالک حوثي و ویل: «د دغه جنایت پر وړاندې زموږ دریځ ډېر ښکاره دی، د دغه جنایت پر وړاندې باید دوښمن ته ډېر قوي، جدي او شدید نظامي ځواب ورکړل شي، زموږ دریځ اعلان شوی او دوښمن ته د ځواب ورکولو په هڅه کې یوو.»

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال هم دا پېښه غندلې او ویلي یې دي، چې د هنیه وژل کېدل به ناوړه پایلې ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار و ویل: دا ډول کړنې نه یوازې دا چې د نړۍ سوله له منځه وړي؛ بلکې سیمه ناراموي، خطرناکې پایلې لري و د سولې هڅې کمزورې کوي، په دې اساس، موږ د فلسطین په خلکو د اسرائیلو ظلم یوه غمیزه بولو او په کلکو ټکو یې غندو.»

د یادونې ده چې په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د اسماعیل هنیه غایبانه جنازه هم ترسره شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا