د اسلامي همکاریو سازمان له اوسنیو چارواکو سره پر دوامداره تعامل ټينګار وکړ
دید خبرې آژانس: د اسلامي همکاریو سازمان او ترکیې له افغانانو د ملاتړ په موخه له اوسني چارواکو سره د خبرواترو پر دوام ټینګار کړی.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا له مسوول سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.
د اسلامي همکاریو سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو د افغانانو د ملاتړ لپاره د دوامداره تعامل پر اهمیت او له اوسنیو چارواکو سره د بېلابېلو مسایلو په تړاو د رغنده خبرو پر دوام ټینګار کړی دی
د اسلامي همکاریو سازمان د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: «په دې ناسته کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د دوامداره تعامل او د بېلابېلو مسایلو په تړاو له اوسنيو چارواکو سره د رغنده خبرو اترو پر تعقیب ټینګار وشو.
دواړو خواوو په افغانستان کې د سولې، سوکالۍ او ثبات د ګډو موخو د پرمختګ لپاره د نظرونو تبادلې ته د دوام ورکولو لپاره پر خپلې ژمتیا ټينګار وکړ.»
ترکیه هغه هېواد دی چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته یې په افغانستان کې خپل سفارت فعال ساتلی او له اسلامي امارت سره یې خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو ته دوام ورکړی دی.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي هم ترکیې ته په خپل سفر کې له دغه هېواد سره د دوهاړخیزو مسایلو د تعقیب لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو په تړاو د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او ترکیې ترمنځ سیاسي سلا مشورې مهمې بللې وې او ویلي یې وو چې ترکیه غواړي په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.