اسلایدشوافغانستان

د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی د ازبکستان ته تللي

دید خبرې آژانس: ا.ا د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی چې د کابینې یوشمېر غړي او د سکټوري ادارو استازي په ‌کې شامل دي؛ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسېد.

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په تاشکند نړیوال هوايي ډګر کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه یوف، د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشېف او په ازبکستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر شیخ عبدالغفار بحر له لوري د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي هرکلی شوی دی.

په دغه سفر کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت‌الله بدري، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخوندزاده، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري، د افغانستان بانک لوی رئیس نوراحمد آغا، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال مفتي عبدالمتین سعید او د سکټوري ادارو استازي د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملتیا کوي.

د یادونې وړ ده چې د دغه دوه ورځني سفر موخه د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا او دغه راز په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې د ازبکستاني پانګه والو د پانګونې جذب دی چې دواړه لوري به پرې خبرې وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا