Uncategorizedاسلایدشوټولنه

د اسحاق ډار او فیلیپو ګرانډي خبرې اترې د افغان کډوالو په اړه

دید خبرې آژانس: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر اېکس لیکلي چې د غونډې تمرکز د افغان کډوالو وضعیت و.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه  کې ویلي چې ښاغلي ګرانډي د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او د هغوی لپاره یې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له څه باندې یوه کال راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو بهير پيل کړى دى.

د الجزیرې د راپور له مخې، د پاکستان حکومت تېره اوونۍ د  ٨٠٠زرو نورو افغان کډوالو په زور ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه هېواد هره ورځ په سلهاو افغان کډوال په جبري ډول وباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button