اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمه

د ازبکستان او پاکستان مشرانو د افغانستان په اړه سلا مشورې

ډید خبري اژانس: د ازبکستان ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر سره وکتل او د افغانستان په اړه یې د علاقې وړ موضوعاتو او پرمختګونو په اړه د نظر تبادله وکړه.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایف د پاکستان له سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو او د افغانستان پر وضعیت یې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د لا پیاوړتیا او د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې، ترانسپورت او ارتباطاتو په برخو کې د څو اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

په دې لیدنه کې د افغانستان د وضعیت د پراختیا په ګډون د سیمې د امنیت په اړه هم نظرونه تبادله شوي دي.

دواړو خواوو همداراز د افغانستان د ترانسپورت د اورګاډي پټلۍ د جوړولو د پروژې په عملي پرمختګ کې د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا