اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاست

«د ازادۍ جبهې» په کابل کې د چاودنې مسوولیت په غاړه واخیست

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، «د ازادۍ جبهې» د هغې چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی دی، چې د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۱) د کابل په شمال کې رامنځ ته شوه.

دغه برید نن سهار اوه بجې د کابل ښار د ابو مسلم خراساني جومات ته څېرمه د ۵۰۰ کورنیو د نوې پروژې پلې ته څېرمه شوی دی.

د «افغانستان ازادي جبهې» په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په دې برید کې درې طا-لبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دغې جبهې د معلوماتو له مخې، طا-لب ځواکونو د ښه او له بدو څخه د منعې د ادارې د مسوولينو په همکارۍ په کابل ښار کې د هغو ځوانو نجونو د پيژندلو او نيولو اراده لرله چې د هغوى د بريد هدف و.

د خبر په اساس په دغه چاودنه کې ۲ رینجر موټر هم تخریب شول.

د کابل امنیتي چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا