اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

«د ازادۍ جبهې» په کابل ښار کې د درېیو بریدونو د ترسره کولو ادعا کړې ده

ډيډ خبري اژانس: «ازادۍ جبهه» وايي، چې تېره شپه يې د کابل ښار په درېيو ځايونو کې ۳ پوځي او هدفي بريدونه کړي دي.

د ازادۍ جبهې په نوم ډلې په خپله X پاڼه کې لیکلي چې تېره شپه یې په کابل کې د هدفي بریدونو په ترسره کولو سره ۱۴ کسان وژلي او ټپیان کړي دي.

دغه جبهه وايي، د دوشنبې په شپه ۵:۳۳ بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د هوايي ډګر پر سړک د طا-لبانو په پوسته برید وشو، چې په پایله کې یې ۲ تنه طا-لبان ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول.

دغه جبهه زیاته کړه، چې پرون ماشام ۶:۴۵ بجې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د سلیم کاروان څلورلارې ته څېرمه د دغې جبهې چریکي بریدګر ۴ طا-لب ووژل او ۱ بل یې ټپي کړ.

د ازادۍ جبهې په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه اته بجې د دغې جبهې جنګیالیو د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه د استخباراتو د لوژستیک پر ریاست عملیاتي برید ترسره کړ.

د معلوماتو له مخې په دغه بریدکې ۳ تنه وسله وار ووژل شول، ۲ تنه نور ټپیان شول.

د يادونې ده، چې تېره شپه د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د يوې زورورې چاودنې غږ اورېدل شوى دى.

د کابل امنیه قومندانۍ امنیتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا