اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د اروپایي هیوادونو څخه د طا-لبانو غوښتنې

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال داسې مهال د امریکا، برېتانیا او اسټرالیا په ګډون له یو شمېر اروپايي هېوادونو په کابل کې د سفارتونو د خلاصېدو غوښتنه کړې، چې تېره اوونۍ دغې ډلې په ۱۴ اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو فعالیتونه بې اعتباره اعلان کړل.

خو په اروپايي هیوادونو کې د افغانستان مخکیني حکومت ځینو سفیرانو چې لا هم د سفارت واګې په لاس کې لري، د طا-لبانو دا اعلان له پامه وغورځاوه او چارې یې له کوربه هیوادونو سره په همغږۍ مخته روانې دي.

د طا-لبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د دغې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دوحه کې د امریکا، برېتانیا، کاناډا، ایټالیا، فرانسې، سوېلي کوریا، اسټرالیا او جرمني د سفارتونو له سرپرستانو او ډيپلوماټانو سره لیدلي.

حمدالله فطرت وايي، په دغه لیدنه کې مولوي عبدالکبیر د یادو هېوادونو له استازو سره د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت او بشري همکاریو په اړه خبرې اترې کړې.

د طا-لبانو دغه ویاند وايي، د دغې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د امریکا، برېتانیا، اسټرالیا او اورپايي هېوادونو له سفیرانو غوښتي چې په کابل کې خپلې سیاسي استازولئ فعالې کړي.

مولوي کبیر په داسې حال کې له یادو هېوادونو څخه په افغانستان کې د سفارتونو د پرانیسو غوښتنه کوي، چې د نږدې درې کلو په تېریدو هیڅ هېواد نه دی چمتو شوی چې د دغې ډلې حکومت په رسمیت وپيژني.

تر دې مهاله د یادو هېوادونو استازو د دغه طا-لب چارواکي سره د لیدنې په اړه څه نه دې ویلي.

پر افغانستان د طا-لبانو له واکمنېدو وروسته ګڼو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل او د افغانستان اړوند چارې له قطره څاري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کاناډا او استرالیا په ګډون په ۱۴ اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو فعالیت خپلسری او بې اعتباره اعلان کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا