اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د اروپايي ټولنې د روغتیايي توکو کابل ته ورسېده

دید خبرې آژانس: اروپايي ټولنې د سې شنبې په ورځ وویل، چې د بشري مرستو درېیمه جوپه کې افغانستان ته ۱۰۰ ټنه روغتیايي توکي رسېدلي.

اروپايي ټولنه وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې افغانستان ته شاوخوا ۱۹۰۰ ټنه بشري مرستې استولې دي.

اروپايي ټولنې د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره یې اړین روغتیايي وسایل استولي دي.

دغې ټولنې په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته په ۳۷ الوتنو کې زرګونه ټنه بشري مرستې استولې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۵ میلیونه یورو د خوراکي توکو مرسته کړې، چې د ماشومانو، میندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو په ګډون د سلګونو زرو خلکو د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې لګېدلې ده.

دا رنګه اروپايي ټولنې د روان کال په زمري میاشت کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره له یو میلیون ډالرو زیاته مرسته وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا