اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د اداری فساد په تور/ شهاب الدین دلاور له کانونو وزارت څخه ګوښه شو

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو مشر ملا هبت الله په یوه فرمان کې د دغې ډلې د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور له دندې ګوښه کړ.

شهاب الدین دلاور په اداري فساد تورن دی او د هغه د وزارت پر مهال یې د کانونو له عوایدو په ځانګړې توګه د سمنګان د ډبرو سکرو له عوایدو میلیونونه ډالر غلا کړي دي.

د ملا هبت الله د فرمان له مخې، د مرکزي بانک مشر هدایت الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست او د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مشر په توګه ټاکل شوي دي. دغه راز د مرکزي بانک مرستیال نوراحمد اغا د مرکزي بانک د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال نورالدین ترابي د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

مجاهد زیاتوي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الحق خالص د چاپېریال ساتنې ریاست د مشر او قدرت الله جمال د سوداګرۍ وزارت مرستیال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه ټاکل شوي دي..

د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ احمدالله زاهد د سوداګرۍ وزارت د مرستیال، عزیزالرحمان د چاپېریال ساتنې مخکینی مشر، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال او سعد الدین سعید د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیال د چاپېریال ساتنې ریاست د مالي او اداري مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

تر دې مخکې ویل کیده چې د طا-لبانو په کابینه او په کابل کې د حکومت په دفترونو کې د پراخو بدلونونو احتمال شته.

د افغانستان د مخکیني ولسمشر مرستیال امرالله صالح تېر کال ویلي و چې د طا-لبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د افشا شویو اسنادو له مخې شاوخوا ۲۵ میلیونه ډالر په ځانګړې توګه د سمنګان د ډبرو سکرو له عوایدو لوټ شوي دي.

امرالله صالح وویل چې د طا-لبانو د کانونو وزیر شهاب الدین دلاور په فساد کې لاس درلود. هغه وويل چې طا-لبانو د «سيف الله طيب» په نوم يو تن د موضوع د څېړلو لپاره ټاکلى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا