اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د اتریش مهاجرستیز ګوند له متقي سره د خپلو استازو لیدنه رد کړه

دید خبری آژانس د خبر له مخې، د ښی اړخی اتریش د آزادۍ ګوند له دوو غړیو سره د امیر خان متقی د کتنې د رپوټونو له خپریدو وروسته دغه ګوند وویل چې له متقی سره د ګوند د استازیو په توګه لیدنه نه ده کړې.

تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت له خوا خبر خپور شو چې د اتریش د ازادۍ ګوند غړو د قونسلګرۍ د خدمتونو د پیل په اړه له امیر خان متقي سره وکتل.

د آزادۍ ګوند د اتریش پلس ۲۴ وېبپاڼې ته ویلي، چې اندریا مولزر او جوهانس اوبنر په شخصي توګه افغانستان ته سفر کړی او ګوند د دوی له سفر څخه خبر نه و.

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت په ځواب کې وویل چې دوی ته یې په ښکاره توګه سپارښتنه کړې چې افغانستان ته سفر ونه کړي.

د دې وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د اتریش د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د دغه هېواد پالیسي نه ده بدله شوې او طا-لبان په رسمیت نه پېژني.

له دغو دوو اتریش سیاستوالو سره په کتنه کې امیرخان متقي د افغانانو د ستونزو د حل لپاره د قونسلګرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو او د نورو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پرون (دوشنبه د میزان ۳مه) په خپل ایکس کې لیکلي: «د اتریش د ازادۍ ګوند غړو ژمنه کړې چې اروپا ته به د افغانستان ریښتینی انځور وړاندې کوي».

د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د اتریش د پلاوي د سفر هدف په ډاګه نه کړ.

پلس ۲۴ ویب پاڼې د آزادۍ ګوند دوه غړي «پخواني سیاستوال» بللي دي. خو د اتریش په پارلمان کې د دغه ګوند مخالفو استازو توند غبرګون ښودلی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا