اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د آصف دراني وایی: د افغانستان په منشاء د سپټمبر ١١ یو بل برید هم کیږی

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني خبرداری ورکړی چې ښايي د طا-لبانو تر واک لاندې د افغانستان په منشاء د سپټمبر د یوولسمې یو بل برید هم وشي.

اېکسپرېس ټریبیون د ښاغلي دراني په حواله لیکلي، چې پاکستان د اوکراین او غزې جګړو وروسته د نړیوالو له نظره د طا-لبانو تر واک لاندې د افغانستان د اېستلو په اړه اندېښمن دی.

دراني وویل، «افغانستان تقریبا هېر شوی دی. په دې کې هیڅ شک نشته او په حقیقت کې د جون په میاشت کې د دوحې په دریمه سرمشریزه کې ټینګار پرې وشو. بشردوستانه مرستې د پام وړ اندازه نه دي. آن تېر کال هم یوازې یو پر دریمه برخه ژمنې پوره شوې دي.

هغه زیاته کړه چې په اوکراین او غزې کې له جګړو وروسته د نړیوالو لوبغاړو لومړیتوبونه بدل شوي دي.«افغانستان نور په ورځپاڼو کې نشته. آن د افغانستان په داخلي پاڼو کې غايب دى.»

ښاغلي دراني چې د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې يې په یوه غونډه کې وينا کوله، خبرداری ورکړ: «زه فکر کوم چې دا وضعیت کولی شي افغانستان د سپټمبر د یوولسمې څخه مخکې حالت ته راوګرځوي او د سپټمبر يوه بله یوولسمه رامنځته کړي.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې د افغانستان اوسني ۹۷ ​​سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي چې ۵۲ سلنه یې په نړیوالو بشري مرستو ته اړمن دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي وويل: «که په افغانستان کې اقتصادي وضعيت خراب شي، زما په آند زموږ اندېښنه بايد دا وي چې افغانان له هېواده وځي او تر ټولو ښه ټاکنه يې پاکستان دى.دا هغه څه دي چې موږ اړتیا لرو پر وړاندې يې حساس واوسو او نړیواله ټولنه باید خپل مسؤلیتونه وپیژني.»

هغه همداشان خبرداری ورکړ چې په د دا/عش خراسان په ګډون د مختلفو ترهګرو ډلو شتون د سیمې او له سیمې نه بهر یوه ستره ننګونه ده.

هغه همداراز زياته کړه:« زمونږ اندېښنه داده چې چې په افغانستان کې دا/عش د پرمختګ په حال کې دي او بايد د د ټولې سيمې لپاره په ایران او ماسکو او همداشان په پاکستان کې د هغوی د بریدونو له امله د اندېښنې سرچينه واوسي. که څه دلته پېښېداى شي، په بل ځاى کې(هم) پېښېداى شي.»

ښاغلي دراني د پاکستاني طا-لبانو سره د معاملې لپاره د پاکستان د اختیارونو په اړه وویل، چې د دغه هېواد ډیپلوماسۍ کار کوي او هغه باوري دی چې پاکستان به سربېره پردې چې افغان طا-لبان د دې ډلې د پټنځایونو پروړاندې عمل کولو ته زړه نه ښه کوي دوى به د ټي ټي پي مسٸله حل کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا