دید خبرې آژانس: د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، شونې ده، چې د روان کال تر پایه د افغانستان لس سلنه وګړي له روغتیايي خدمتونو بېبرخې شي.

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان رییس اډوین سنیزا سلواډور په خبره، د څه باندې ۳۶۴ روغتیايي مرکزونو له تړل کېدو سره، درې مېلیونه تنه روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسۍ محرم شوي او د څه باندې ۲۲۰ نورو مرکزونو د تړلو وېره هم شته.
ښاغلي سلواډور ویلي:«د افغانستان روغتیايي سیسټم دا مهال په ډېر حساس حالت کې دی. که ستونزې حل نهشي، د ډنګي، ملاریا او نري رنځ ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتېږي او ورسره هممهاله، واکسینونه هم کمېږي.»
ډاکټر احمد شکیب ظهیر په دې ویلي:«کله چې د روغتیا نړۍوال سازمان او د افغانستان د بېلابېلو روغتیايي بنسټونو مالي مرستې ودرول شي، دا زموږ عامو خلکو ته زیان رسولای شي، او کولای شي د میندو او عادي خلکو د مړینې کچه لوړه کړي او زموږ د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول وننګوي او کمزوري یې کړي.»
دا وضعیت تر هغې وروسته لا پسې خراب شو، چې ډانلډ ټرمپ د روغتیا له نړۍوال سازمانه د امریکا متحده ایالاتو د وتلو پرېکړه وکړه. په ځينو ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو تړل کېدو د هېوادوالو اندېښنې راپارولې دي.
د افغانستان روغتیايي سیسټم له ډېرو کلونو راهیسې په نړۍوالو مرستو پورې تړلی پاتې شوی، په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې. د نړۍوالو مرستو د کمښت او سیاسي–اقتصادي ناورینونو له امله روغتیايي مرکزونه له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.