اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

دیپلومات: ازبیکستان طا-لبانو ته الوتکې ورکوی

دید خبرې آژانس: ډیپلوماټ ورځپاڼې په یوه تحليل کې ویلي، که څه هم ازبیکستان له طا-لبانو سره د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې په دیپلوماتیکه توګه ښکېل دی؛ خو بیا هم ټینګار کوي چې په دغه هېواد کې افغان الوتکې د امریکا دي.

دغه ورځپاڼې ويلي، امکان نه لري چې ازبکستان به دغه الوتکې طالبانو ته ورکړي.

تحلیل وايي، «د طا-لبانو د حکومت ټینګار چې تاشکند باید افغانستان ته الوتکې بېرته ورکړي، ډیر ناشونی ښکاري.»

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي اسمت الله ایرګاشوف د ۲۰۲۲ کال د مٸ په میاشت کې امریکا غږ ته وویل، «د امریکا حکومت د هغوی لپاره پیسې ورکړې دي… موږ دغه پوځي تجهیزات د امریکا له هوکړې سره سم ساتلي دي او طا-لبانو ته مو خبر ورکړی دی.»

دیپلومات وايي چې د ازبکستان د هوايي ځواک لویه برخه د شوروي یا روسیې جوړې الوتکې دي. خو په ځانګړې توګه د شپږو پي سي-١٢ الوتکو بیا رغاونه او خدمت ته راستنېدل به د ازبکستان د هوايي ځواک وړتیاوې پراخې کړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې د افغانستان د پخواني جمهوریت له سقوط سره سم، لسګونه الوتکې او چورلکې د مزارشریف له هوايي ډګر څخه د ازبکستان پر لور روانې شوې.

د دغو الوتکو شمېر ۴۶ ته رسېږي. د ازبکستان حکومت او متحده ایالات په دې وروستیو کې د الوتکو د ساتنې په اړه هوکړې ته ورسېدل.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر ویلي چې الوتکې د امریکا متحده ایالاتو پورې اړه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا