اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

دوې نوې امنیتي پېښې د یمن په اوبو کې

دید خبرې آژانس: د بريتانيا د سمندري سوداګرۍ د عملياتو ادارې نن سهار (شنبه، د سرطان ۳۰مه) اعلان وکړ چې د يمن په شمال لوېديځ عدن او المخا کې د يوې امنيتي پېښې د رامنځته کېدو په اړه يې دوه راپورونه ترلاسه کړي دي.

د برتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې اعلان کړی چې د عدن په سویل لوېدیځ کې ۸۳ سمندري مایل کې د یوې امنیتي پېښې راپور یې ترلاسه کړی دی.

د دغه خبر له خپرېدو څو شېبې وروسته يادې ادارې اعلان وکړ چې د يمن د المخا شمال لوېديځ په ۶۴ سمندري کيلومترۍ کې د يوې پېښې د رامنځته کېدو په اړه يې بل راپور ترلاسه کړی دی.

د دغو راپورونو نور جزئیات او په نښه شوې کښتۍ لا تر اوسه په لاس کې نشته.

د یمن وسله والو ځواکونو اعلان وکړ چې پر غزې د صهیونیسټ رژیم د تیریو او د فلسطینی ملت پرضد د جنایتونو د بندیدو پورې به د صهیونیسټ رژیم د بیړیو او ګټو پرضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په سهار رسنیو په تل ابیب کې د یوې سترې چاودنې خبر ورکړ او بیا یې اعلان وکړ چې دغه اسرائیلي ښار د ډرون برید هدف و. د دغه برید په پایله کې یو صهیونست وژل شوی او لږ تر لږه ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا