اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونه

دوه تنو ته په پنجشیر کې د طا-لبانو لخوا سزاء ورکړل سو

دید خبرې آژانس: طا-لبانو پرون (سه شنبه د جوزا په ۱۵ مه) په پنجشیر ولایت کې دوه تنو ته  په عام محضر  سزا ورکړی دي.

د طا-لبانو سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه دوه کسان د «نامشروع  اړیکو او له کوره د تېښتې»په تور نیول شوي او په عام محضر کې پر دوی «تعزيري سزا» وضع شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې د مجازاتو د څرنګوالي او د دغو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

طا-لبانو د خپلې نږدې درې کلنې واکمنۍ پر مهال په عام محضر کې لسګونه کسان د بېلابېلو تورونو په تور په درو وهلي چې ددوى دا عمل تل د نړیوالو او بشري حقونو د بنسټونو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا