اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

دوه تنه شيعه ديني عالمان په هرات کې ووژل شول

د دید آژانس د خبر له مخې، له هرات څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې د دغه ښار په جبریل سیمه کې دوه شیعه عالمان د وسله والو په برید کې وژل شوي دي.

ويل کيږي چې دغه دوه تنه ديني عالمان نن دپنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته شاوخوا ١٢ بجې د هرات ښار په ١٣مه ناحيه کې د موټرسايکل سپرو وسله والو له خوا ووژل شول.

د دغو دوو ملایانو نومونه رجب اخلاقي او خادم حسین هدایتي دي او ویل کېږي چې د غور ولایت اصلي اوسېدونکي وو.

تراوسه پورې ددغو دوو تنو دبريد انګيزه او عاملين نه دي روښانه شوي . د هرات امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د میزان په ۳۰مه د هرات په انجیل ولسوالۍ کې یو شیعه عالم محمد اعتمادي ووژل شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا