اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

دوجاریک: په افغانستان کې بشري حقونو ته د رسېدو او برابرۍ لپاره هڅې کوو

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک یوې خبري غونډې ته وویل، دغه سازمان په افغانستان کې بشري حقونو ته د رسېدو او برابرۍ لپاره هڅې کوي.

دوجاریک زیاته کړه، چې ملګري ملتونه به د طا-لبانو په ګډون په افغانستان کې له ټولو ښکېلو اړخونو سره جوړجاړي ته دوام ورکړي.

د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت د پنجشنبې په ورځ د(وږي اتمه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي «دښمنه» وبلله او ویې ویل، چې له یوناما سره به همکاري ونه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي په دې وروستیو کې د طا-لبانو د امربالمعروف قانون ته په غبرګون کې ویلي و، چې دا د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه راکموي او په ټولنه کې د وېرې فضا رامنځته کوي.

سټيفن دوجاریک د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طا-لبانو له خوا د همکارۍ نه کولو پرېکړه به په افغانستان کې د یوناما پر کارڅه اغېز وکړي، وویل: «موږ به د امنیت شورا له لارښوونې سره سم کار ته دوام ورکړو.»

هغه ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې په بې پرې توګه، په ښه نیت او بشري حقونو او برابرۍ ته په ژمنتیا سره کار کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا