اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

دوجاریک: ملګري ملتونه په افغانستان کې له ټولو خواوو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وايي، دغه سازمان به په افغانستان کې د طا-لبانو په ګډون له ټولو خواوو سره د بشري حقونو او برابرۍ لپاره کار کولو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طا-لبانو امربالمعروف وزارت په یوه خبرپاڼه کې د يوناما د دريځ په غبرګون کې ویلي و چې دوی به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي (یوناما) سره همکاري ونه کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې یوې خبري غونډې کې ټينګار وکړ، «موږ په واضح توګه په افغانستان کې د ښځو د حضور لا زيات حذف کولو پر پرېکړې په کلکه نیوکه کړې ده.»

هغه همدا راز ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه به د امنیت شورا لخوا د ترلاسه شوي ماموریت پر بنسټ «د طا-لبانو په ګډون په افغانستان کې د ټولو ډلو او همګټو هېوادونو سره تعامل» ته دوام ورکړي.

دوجاریک ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کار د بې پرېتوب، ښه نیت او بشري حقونو او برابرۍ ته د ټینګې ژمنې له اصولو سره سم رهبري کېږي. هغه پر طا-لبانو هم غږ وکړ چې «د دیپلوماتیکو خبرو اترو لپاره نورې لارې پرانیزي.»

د طا-لبانو نوی قانون چې تېره اوونۍ توشیح او نافذ شو، د نړیوالې ټولنې له پراخو نیوکو سره مخ شو.

په دغه قانون کې د ښځو لپاره د ټول بدن پټول، په عامه ځایونو کې د ښځو د غږ په اورېدلو بندیز او له نارینه پرته د ښځو پر تګ راتګ نور محدودیتونه لګول شوي دي. نارینه هم باید سخت قواعد لکه لازمي ږیره او د موټر چلولو پرمهال د میوزیک غږولو بندیز، رسنۍ هم له سختو بندیزونو سره مخ دي، چې د خلکو د انځورونو پر خپرولو بندیز هم پکې شامل دی.

د طا-لبانو دا قانون د امربالمعروف وزارت محتسبينو ته پراخ واکونه ورکوي چې د اخلاقي جرمونو په تور خلک ونيسي او مجازات يې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دغه قانون په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د پام وړ خنډ دی او د ۱۹۹۰ لسیزې د طا-لبانو د رژیم ياد تازه کوي.

دوی په نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو پر غړو غږ وکړ چې د افغانستان لپاره یوه همغږې ستراتیژي جوړه کړي چې د ښځو حقونو او جنسیتي برابرۍ ته په پام سره بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

دا خپلواک کارپوهان چې د جینوا مېشته د بشري حقونو شورا لخوا ټاکل شوي، د بشري حقونو د ځانګړو مسٸلو د څارنې او راپور ورکولو دنده لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا