اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

دوجاریک: دوحه ناسته د طا-لبانو د رسمیت پېژندلو په معنا نه‌ده

دید خبرې آژانس: د دوحې په درېیمه غونډه کې د ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ د طا-لبانو د پلاوي له معرفي کېدو سره هم‌مهاله، ملګرو ملتونو سازمان دغه غونډه، سرپرست حکومت د خپلو کړو ژمنو عملي کولو ته د اړ ایستلو یو بهیر ګڼی دی.

د ملګري ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند په یوې خبري ناسته کې ټينګار کړی چې، دا غونډه او د سرپرست حکومت له چارواکو سره کتنه د هغوی د رسمیت پېژندلو په معنا نه‌دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک خبریالانو ته ویلي:«په هېڅ وجه باید د ملګرو متلونو د چارواکو او استازو ترمنځ کتنه طالبانو ته د رسمیت پېژندنې په توګه ونه ګڼل شي، دا غونډه له هغو کسانو سره ده چې، موږ باید ورسره خبرې وکړو، ځکه هغوی پر افغانستان واکمن دي، نو باید له هغوی سره وګورو څو د افغانستان پر مسایلو بحث وشي.»

بلخوا، د ښځينه رهبرانو په نړۍواله غونډه کې ۱۶ ښځينه رهبرانو نړۍوالې ټولنې ته په یوه پرانیستي لیک کې ټينګار کړی چې، د دوحې په غونډه کې د ښځو له پامه غورځول د دې غونډې اعتبار او اغېز زیانمنوي.

د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ (سې‌شنبې) اعلان وکړ چې، د اسلامي امارت د مشر په امر به د دوحې په درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ د سرپرست حکومت پلاوی ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل وايي:«د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه له لارښونې سره سم به، د اسلامي امارت پلاوی به د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت د مرکزي ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشري ګډون وکړي.»

د دوحې درېیمه غونډه به د سولې او سیاست په چارو کې د ملګرو متلونو د سرمنشي د مرستیالې په کوربتوب جوړه شي چې، په دې غونډه کې به د سرمنشي استازیتوب کوي.

هغې دغه‌راز په یوې اعلامیه کې د دغه بهیر وروستۍ موخه، له ځان او خپلو ګاونډیانو سره د افغانستان سوله، له نړۍوالې ټولنې سره بشپړ یوځای کېدل او د هغوی له لوري د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په تړاو د نړۍوالو ژمنو رعایت کېدل بللي دي.

ټاکل شوې ده چې، د دوحې درېیمه غونډه تر راروانو څلورو ورځو د څه باندې ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د استازو په ګډون په دوحه کې جوړه شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا