اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

دوجاریک: افغان ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښمن یو

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) په افغانستان کې د سېلابونو له امله د زیانمن شویو ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښمن دی.

هغه د دوشنبې په شپه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د یونېسف د راپور پر بنسټ، دغه صندوق په سیمه کې د موسم د مقاومت د پروګرامونو او د بېړنیو پلانونو د ملاتړ لپاره له نړیوالې ټولنې څخه د ۹.۳ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې ویلي چې په هېواد کې ۹،۲ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا په د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې ټولټال ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې، د طالبانو له خوا د «بشري حقونو او د ښځو د حقونو د محدودیت پالیسي» پلي کولو په افغانستان کې بې وزلي لا پسې زیاته کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا