Uncategorizedاسلایدشوافغانستانسیاسي

دفاع وزارت: امریکا زمونږ چورلکې بېرته راستنې کړي

دید خبرې آژانس: د دفاع وزارت، له ازبیکستانه امریکا ته د اوو بلیک هاک چورلکو لېږد د نه منلو وړ بللی دی.

دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له امریکا غوښتي، چې افغانستان ته د ټولو چورلکو د بېرته ستنولو پر وړاندې خنډونه رامنځته نه‌کړي او دا چورلکې افغانانو ته وسپاري.

د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي ویلي:«ګاونډي هېوادونه هم باید افغانانو حقوقو ته درناوی وکړي. موږ له امریکا هم غواړو چې، افغانستان ته د دغو ټولو چورلکو د بېرته ستنولو په وړاندې خنډونه رامنځته نه‌کړي؛ بلکې هغه افغانانو ته وسپاري.»

له دې مخکې، ازبیکستاني رسنیو راپور ورکړی وو، اووه بلک‌هاک چورلکې چې د افغانستان د تېر حکومت له پرځېدو وروسته، ازبیکستان ته لېږدول شوې وې، امریکا ته یې سپارلې دي.

د مخکیني حکومت تر پرځېدو وروسته، ۴۶ نظامي الوتکې او چورلکې ازبیکستان ته ولېږدول شوې. د دفاع وزارت ویاند وایي، د اسلامي امارت تر واکمنېدو مخکې په افغانستان کې ۱۶۴ نظامي الوتکې وې، خو اوس ۸۱ الوتکې پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر تل په افغانستان کې د نظامي تجهیزاتو پرېښودل غیر معقوله پرېکړه بللې. خو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، په افغانستان کې پاتې نظامي تجهیزات په اسلامي امارت پورې اړه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button