اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمرکهمنطقیمهم مطالب

درانی: طا-لبانو ویل چې افغانستان کې ټي ټي پي شته

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکې کې ویلي، چې له طا-لبانو سره په مذاکراتو کې ورته دغې ډلې دا منلې، چې ټي ټي پي شته خو دوی به یې مدیریت کړي.

ښاغلي دراني په سپړنه خپرونه کې وویل، چې طا-لبانو ورته ویلي وو، چې ټي ټي پي به د افغانستان مرکزي ولایاتو ته لېږدوي او د ټي ټي پي د نه موجودیت خبره یې کله هم نه ده کړې.

نوموړی زیاتوي، چې طا-لبانو ترې د امکاناتو غوښتنه هم کړې وه او له دغې ډلې یې هیله کړې، چې بې ثبوته خبرې ونه کړي.

اصف درانی وايي، چې د ټي ټي پي نیم غړي په پاکستان او نېږدې شپږ زره غړي په افغانستان کې دي، چې مشران یې په کابل کې اوسیږي.

هغه د خوست د ولایت یادونه هم وکړه، چې د ټي ټي پي یو شمېر سرتېري په خوست او یو شمېر سرحدي سیمو کې اوسیږي.

هغه پر طا-لبانو غږ وکړ، چې ټي ټي پي دې پاکستان ته وسپاري، چې دوی ورسره د خپل قانون مطابق چلند وکړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي زیاته کړه، چې طا-لبان په ډېپلوماسۍ نه پوهیږي؛ ځکه خو ډېپلوماتیکو نورمونو ته درناوی نه لري.

د دراني په خبره، چې څو ځله یې په خپلو مجالسو کې له طا-لبانو څخه د نجونو د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه کړې وه؛ خو طا-لبانو ورته ویلي وو، چې دوی غواړي خپل حکومت لومړی تنظیم کړي او بیا به ښوونځي خلاص کړي.

هغه پر طا-لبانو نیوکه وکړه، چې دوی نړۍ ته د اسلام نادرست تصویر وړاندې کوي او په نړۍ کې د اسلام نوم خدشه دار کوي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طا-لبانو له واکمنۍ را په دېخوا په پاکستان کې ټي ټي پي ډلې خپل بریدونه پراخ کړي دي.

پاکستان په وار – وار په دغه هېواد کې د ناامنیو تر شا د افغان طا-لبانو ملاتړ یاد کړی؛ خو طا-لبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا