افغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

دخوړو نړيوال پروګرام: په افغانستان کې له بیځایه شویو کورنیو سړه مو نغدي مرستې کړی ده

دید خبرې آژانس: د خوړو نړیوال پروګرام وایې چې په افغانستان کې له ۳.۵ میلیونو څخه زیاتو خلکو نغدي مرستې ترلاسه کړي ده.

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې يې په افغانستان کې له بېځايه شويو کورنيو سره نغدي مرستې کړې دي.

دغه سازمان پرون یکشنبه (د غبرګولي ۲۱ مه) پر اېکس شبکه زیاته کړې، چې په ټول افغانستان کې یې تر ۳،۵ میلیونو ډېرو هغو کسانو باندې چې بشري مرستو ته اړتیا لري نغدي مرستې وېشلې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، دا نغدي مرستې د کورنیو د خوړو او د دوی د پیرودلو ځواک او د سيمه ييز بازار د سوکالۍ سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اعلان کړی چې سږ کال به په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا