اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

دا/عش په ډايکندي کې ۱۴ کسان په ډله ایزه توګه ووژل

دید خبرې آژانس: له وروستیو معلوماتو سره سم، د ډايکندي او غور تر منځ ۱۴ ملکي هزاره کسان په ډزو سره وژل شوي او ورسره هم مهاله د دا/عش خراسان څانګې د ډايکندي او غور تر منځ په هزاره مېشتې سیمه کې د هزاره وو د وژنو مسئولیت پرغاړه اخیستی دی.

دې ډلې په خپله خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

د دې پېښې د قربانیانو له خپاره شوي نوملړ څخه ښکاري چې څلور تنه نور ژوبل دي، خو ځيني سرچینې د ژوبلو کسانو شمېر زیات ښيي. د سرچینو په وینا، د ځینو ژوبلو کسانو وضعیت خراب دی. د پېښې ټول قربانیان نارینه دي.

د سرچینو په وینا، ټول قربانیان د ډايکندي د سنګ‌تخت‌ او بندر ولسوالۍ د «قریودال» سیمې اوسېدونکي دي. دوی پرون غرمه (پنجشنبه، ۲۲ د وږي) د کربلا د زیارتوالو مخې ته د ډايکندي او غور تر منځ یوې سيمې ته د هرکلي لپاره تلل.

يوه ژوبل کس ويلي چې شاوخوا له ۲۰ تر ۲۵ کسانو پوري د کربلا زیارت ته تللي وو او کله چې دوی د دایکندي د «قریودال» او د غور د «پهلوسنګ» کليو تر منځ د زیارتوالو راتلو ته منتظر وو، د وسلوالو کسانو له خوا پرې ډزې وشوې.

د دې کس په وینا، وسلوال څلور کسان وو چې پر دوو موټرسایکلونو سپاره وو.

په غور او ډايکندي کې طا-لب چارواکی په دې اړه څه نه دې ويلي.

پخوا هم د غور او له ډایکندي تر منځ او د دې ولایتونو پر مواصلاتي لاره هزاره وګړي د وژنو له پېښو سره مخ شوي دي.

د سرچینې په وینا، نننی برید په داسې مهال کې شوی چې دوې ورځې وړاندې په ډایکندي کې د طا-لبانو والي د ډایکندي-غور د لارې د امنیت په اړه ډاډ ورکړی وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا