افغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهور

دا/عش: په غور کې مو د طا-لبانو قومندان ووژله

دید خبرې آژانس: وروسته له هغه چې په غور ولايت کې د طا-لبانو دوه پوځي قوماندانان ووژل شول؛ دا/عش تېره شپه د جوزا په ۱۳ مه د یوې بیانیې په خپرولو سره د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست. تر دې وړاندې بېلابېلو سرچينو ويلي و، چې دغه طالب قوماندان د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.

داعش په خپل ټلګرام چینل کې اعلان وکړ چې د دوی جنګیالیو د غور ولایت د دولت یار ولسوالۍ په «شینیه» سیمه کې د طا-لبان قومندان او ساتونکی یې وژلی دی.

دا/عش په دې اړه نور توضیحات ورنه کړل.

د یادولو وړ ده چې په تیرو دریو کلونو کې دا/عش د ملکي وګړو او عامو خلکو په نښه کولو سربیره په ګڼ شمیر پیښو کې د طا-لبانو پر ځواکونو بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت تل ادعا کړې چې دا/عش په افغانستان کې ځپل شوی او دا ډله په افغانستان کې شتون نه لري.

خو د نوي هجري لمریز کال له پیل راهیسې دغې ډلې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

په وروستۍ پېښه کې یې د ثور د میاشتې په پای کې په بامیان کې پر ځینو بهرنیو سیلانیانو برید وکړ او یو شمېر یې ووژل. په مړو او ټپیانو کې د هیواد اتباع هم شامل وو.

د طالبانو له خوا د کابل په نسکوریدو سره، د هیواد زندانونو څخه دیړ شمیر زندانیان خوشي شوله او بیرته خپلو دلو ته راستانه شول. له هغه وخت راهیسې دا ډله د طالبانو له سختو وسله والو مخالفینو څخه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا