اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

دا/عش تروریستې ډلې د خلیل الرحمان حقاني د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست

دید خبرې آژانس: دا/عش – خراسان ډلې د طا-لبانو د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست او ویې ویل چې نوموړی یې له څلورو ملګرو سره یو ځای په یو ځانمرګي برید کې وژلی دی.

پرون چهار شنبه په کابل کې د طا-لبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د وزارت دننه له جومات څخه راوتلو چې ځانمرګی برید پرې وشو.

خلیل رحمان حقاني د مولوي جلال الدین حقاني ورور او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره دی، چې ددې ډلې په مهمو کسانو کې شمېرل کېده.

خلیل رحمان حقاني ډېری په جرګو مرکو او د قومونو او قبایلو د همغږۍ په چارو کې بوخت و.

داعش – خراسان ډلې د خپل ځانمرګي بریدګر انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې پر خلیل حقاني د دوی یو ملګري ځانمرګی برید کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا