افغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

دا/عش، افغانستان ته نه بلکې ټولو اسیایي او اروپايي هېوادونو لپاره یو جدي ګواښ ده

دید خبرې آژانس:د لانګ وار ژورنال خپرونې لیکلي، د دا/عش خراسان ډله په سویلي او مرکزي اسیا کې د خپلو همکارو ډلو په ملتیا توانېدلې چې په اسیا او اروپا کې د «عملیاتو د ترسره کولو وړتیا» بیامومي.

د دغې مقالې د لیکوال په وینا، دا/عش ډله نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولو اسیایي او اروپايي هېوادونو لپاره په یو جدي ګواښ بدله شوې ده.

د لانګ وار ژورنال لیکوال جاناتان سایه په هغې مقاله کې چې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۱مه) خپره شوه، لیکلي طا/لبانو هم منلې چې دا/عش ډله په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ده.

د امریکا له وتلو وروسته، سلګونه داعشیان له زندانونو خوشې شول او خپلو لیکو ته یې د نورو ځواکونو پر جلب او جذب هم کار وکړ.

هغه وویل، چې د دا/عش خراسان څانګه غواړي د خپلو وړتیاوو ننداره وړاندې کړي.

دا/عش یو غږیز پیغام چې ۵۶ دقیقې دی خپور کړی او پر طا/لبانو یې نېوکه کړې، چې له ایران سره یې ځان تړلی.

په دغه پیغام کې ویل شوي، چې طا/لبان له ایران او شیعه مذهبو څخه د هغوي په بریدونو کې ساتنه کوي.

د راپور له مخې، ایران له طا/لبانو سره د دا/عش پر وړاندې مبارزه کې همکاري کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا