اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

دایکنډي ولایت کې ښځو ته د طالبانو ګواښ

دید خبرې آژانس: په دایکنډي ولایت کې د طا-لبانو د امربالمعروف ادارې له خوا د یوې خبرتیا پر بنسټ، ښځو ته امر شوی چې «عربي او اسلامي حجاب» واغوندي او په عامه ځایونو کې دې نه لرې کوي.

طا-لبانو په دغه ولایت کې ښځو ته خبرداری ورکړی چې «که امر یې ونه مني سزا به ورکړي او بندیانې به شي.»

دا خبرتیا په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او یوې سیمه ییزې سرچینې د هغې ریښتینولي تایید کړې. سرچینې هم وایي چې په دایکنډي کې طا-لبانو څو ځلې ښځو ته د حجاب د نه اغوستلو له امله خبرداري ورکړي او ګواښونه یې کړي دي.

د طا-لبانو امر بالمعروف په خبرتیا کې راغلي چې ښځې بايد له کوره د وتلو پر مهال «عربي او اسلامي حجاب» واغوندي تر هغې چې کور ته راځي، او «هېڅ ښځه حق نه لري چې خپل حجاب په بازار، ښوونيزو مرکزونو او عامه ځایونه کې لرې کړي.»

په دایکنډي کې ښځو ته د طا-لبانو وروستی وخت د چنګاښ په ۱۵ پای ته رسیږي.

طا-لبانو خبرداری ورکړی، چې که کومې ښځې د دوی امر ونه مانه، نو «سزا به ورکړي او زنداني به شي.»

تر دې مخکې طا-لبانو په دايکنډي کې له ملایانو او ديني عالمانو غوښتي وو چې پر ښځو د طا-لبانو د خوښې وړ حجاب په اغوستلو کې همکاري وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا