دايکندي کې ملکي مامورينو ته د طا-لبانو نوي قانون تدریسیږې
دید خبرې آژانس: په دایکندي کې د طا-لبانو د والي دفتر اعلان کړی چې د دوی تر ادارې لاندې د دولتي ادارو کارکوونکو ته یې د «امر بالمعروف او نهى عن المنکر» قانون تدریس او تفسیر پیل کړی دی.

په دایکندي کې طا-لبان ټینګار کوي چې دغه روزنیز پروګرام به په دوامداره توګه دوام وکړي.
د طا-لبانو هغه قانون چې «د امربالمعروف او نهى عن المنکر» نومېږي، سخت کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
دا قانون نه یوازې دا چې له اسلامي نظره د نجونو د زده کړو حق نه یادوي، بلکې په عامه ځایونو کې د ښځو غږ او د هغوی د مخونو شتون هم منع کوي.
د دغه قانون له مخې په هغو ځایونو کې د ښځو غږ اورېدل چې نارینه پکې موجود وي «حرام» ګڼل کېږي.
تازه،د طا-لبانو امربالمعروف او نهى عن المنکر وزیر، خالد حنفي ویلي چې د بالغو ښځو غږونه حتی د نورو بالغو ښځو لپاره«حرام» او منع دي.
دغه دریځ د دیني عالمانو غبرګونونه راپارولي او ډېری یې له اسلامه د سخت دریځه برداشت پایله ګڼي.