اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

خیرخواه: د ولس د فکر جوړولو لپاره لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده

دید خبرې آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت له لوري، د دغه وزارت مرکزي او ولايتي رئيسانو ته د ظرفيت لوړونې سمينار ترسره شو.

په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سمینار په پرانیست غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د دغه وزارت د مرکزي او ولایتي رياستونو ترمنځ پر زیاتې همغږۍ ټینګار کړی ده.

هغه ویلي یې دي: «د چارو د لا ښه والي په موخه بايد د مرکز او ولایتي رياستونو ترمنځ همغږي لا زياته شي؛ د اسلامي امارت له لوري دغه وزارت ته د ورسپارل شویو اصلي موخو لپاره په پوره همت سره کار وکړئ؛ ځکه د ولس د فکر جوړولو لپاره لا هم ډېرو هڅو ته اړتیا ده، ترڅو د دښمنانو د منفي تبلیغاتو ښکار نشي».

ملا خیرالله خیرخواه ډاډ ورکړی چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوان نسل د ښې روزنې، فکري ودې او دوی ته په کور دننه د کار او ګټې زمينې برابرولو لپاره په ټول توان هڅې کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا