اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

خیرخواه: د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ښه فرصت برابر شوی دی

دید خبرې آژانس: د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د فدارتیفې روسیې له پلاوي سره چې مشري یې د چچن جمهوریت د علومو اکاډمۍ رئیس او د فدراتیفې روسیې د ملیتونو شورا مرستيال جمبولات عمروف کوله؛ کتلي دي.

په دې کتنه کې د پلاوي مشر، د نړۍ مسلمانان د یوې کورنۍ په څېر یاد کړي او ویلي یې دي: “دغه پلاوی ستاسو د کورنۍ د یوه غړي په توګه د فدراتیفې روسیې استازیتوب کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او کلتوري اړیکو د ټینګښت لپاره افغانستان ته راغلی دی”.

عمروف، په نړۍ کې د اصیل اسلامي کلتور پر معرفي کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: “دا کار کولی شي هغه بې‌اساسه تبلیغات رد کړي چې د اسلام په اړه شتون لري او د اسلام حقیقي انځور نړۍ ته وړاندې کړي”.

هغه ډاډ ورکړی چې روسیه او د چچن جمهوریت چمتو دي په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د تجربو د زده‌کړې او شریکولو په برخه کې همکاري وکړي.

همدا رنګه، د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې، اسلام مبین دین د ورورولۍ او دوستۍ دین بللی ویلي یې دي چې اسلام د نړۍ د مسلمانانو د وصل، قوت او اتحاد ټکی دی.

ملا خیرخواه زیاته کړې ده: “افغانستان له ۴۵ کلونو وروسته د ټول هېواد په کچه امنیت او په بېلابېلو برخو کې ډېر پرمختګونه او لاسته ‌راوړنې لري؛ خو د یو باثباته او پرمختللي افغانستان د جوړولو لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا ده”.

هغه څرګنده کړې ده: “اوس د افغانستان او فدراتیفې روسیې ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره ښه فرصت برابر شوی او د وخت په تېرېدو سره دغه اړیکې لا پراخېدی شي او زموږ مسئولیت دی چې خپل اصیل کلتور ملتونو ته معرفي کړو؛ څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري ودې زمینه برابره شي”.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د خپلو خبرو په پای کې، افغانستان ته د یاد پلاوي راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په لاره کې یو مثبت ګام او نېک پیل بللی او د ورته ګامونو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا