اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

خیرخواه: تاریخي آثار د ملتونو ګډ میراث دی

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خیرالله خیرخواه، د اروپا اتحادیې له نوې شارژدافیرې مېرمن بوسکوویچ پوهار ویرانیکا او مل پلاوي سره کتلي دي.

په دې کتنه کې دواړو لوريو د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د يادو آثارو د ارزښت او عامه پوهاوي په اړه خبرې کړې دي.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير، د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې د اروپا اتحادیې له همکارۍ مننه کړې او په دې برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ملا خيرخواه زیاته کړې چې د فرهنګي میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده، بلکې دا د نړۍ د ټولو خلکو ګډ مسئولیت دی چې له افغانستان سره په دې برخه کې بشپړه مرسته او همکاري وکړي.

د کتنې په پای کې، د اروپا اتحادیې شارژدافیرې، د افغانستان د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا