اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

خیرالله خیرخواه: د رسنیو پخوانی قانون په لږ بدلون سره پلي کیږی

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د طا-لبان سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست پکتيا ته د خپل سفر پر مهال ويلي، د رسنيو پخوانی قانون له شريعت او د اسلامي امارت له اصولو سره برابر او په خورا کم توپير به ډېر ژر د رسنيو په واک کې ورکړ شي.

خير الله خيرخواه زياتوي په دې قانون کې پر ملي ګټو او خصوصي حريم ساتلو ټينګار شوی خو ځينې بهر مېشتې رسنۍ له دې پولو تېری کوي.

د اطلاعاتو او  فرهنګ وزارت سرپرست، خیرالله خیرخواه و ویل: « په هغه قانون کې ډېر بدلون نه دی راغلی تقريبا ډير مفاهم سره ورته دي او په شريعت او هغه اصول چې تاسې ياد کړل سره نږدې دي او له هغو اصولو پرته څوک حق نه لري د چا خصوصي حريم ته داخل شي. لايحه شته انشالله ډير وخت به وانخلي او هغه څه پکې دي چې د ملي ګټې تضمينوي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست همداراز وايي چې د سالمو نيوکو او اصلاح په موخه د خلکو ستونزو او غوښتنو د رسنيز کولو هرکلی کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا