اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

خوست کې د ښوونکو د درملنې فیس وړیا شو

دید خبرې آژانس: د خوست د روغتیاپالانو ټولنې په یوه بې ساري اقدام کې پرېکړه کړې چې په دغه ولایت کې به له ښوونکو د درملنې فیس نه اخلي.

د دغې ټولنې مسوول وایي، هڅه کوي چې ښوونکو ته د درملنې سربېره درمل او د نورو وړیا روغتیا خدمتونو زمینه هم برابره کړي.

هغه وایي، دغه پرېکړه یې د ښوونکو د اقتصادي ستونزو او د هغوی هڅو ته د درناوي په موخه کړې ده

د خوست د روغتیاپالانو ټولنې مسوول، عبدالحکيم ځدراڼ و ویل: « موږ په شريکه دا پرېکړه کړې چې له دې وروسته به په ټول خوست کې ډاکټران له هيڅ ښوونکي فيس نه اخلي، ځکه اقتصاد يې خراب دی او دا پرېکړه به يوازې تر ښوونکو محدوه نه وي، موږ به هڅه وکړو چې نور قشرونه هم پکې داخل کړو.»

د خوست د روغتیاپالانو ټولنې د مالوماتو لمخې، دغه ولایت کې له ۴۰۰ زیات روغتیاپالان د ښوونکو د وړیا درملنې ترڅنګ هڅه کوي چې، لا زیاتې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا