دید خبرې آژانس: د خوست په ټنیو ولسوالۍ کې یوه ځوان شین چای کرلی او مثبته پایله یې ورکړې ده.
رحمت ولي وايي، که امکانات ورته برابر شي د شین چای په څېر به نور نایابه سبزۍ او مېوې هم و روزي.
رحمت ولي ویلي: « دا چای مې له خپلې تجربې کرلی ځکه بزګري زما کار دی. ونې، سبزۍ او نور کښتونه کرم، دا تجربه مې خپله کړې یوازې تخم مې ملګري راوليږه، دوه درې ډوله مې کرلی نور هم پلان لرم چې هر يو ښه پایله ورکړه هغه ته پراختیا ورکوم.»
خوست کې ځینې نور کروندګر هم د سرپرست حکومت له مسوولینو د نويو کښتونو د روزنې، تخمونو او نور امکاناتو برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
خوست کې کروندګر، رسول محمد و ویل:« دلته هر څه کيږي چې څوک زده کړه او تخمونه راکړي ځکه موږ هم د نورې نړۍ د انسانانو په څېر هر څه کولی شو خو نشته داسې څه چې موږ ته يې راکړي وي.»
د خوست بل کروندګر، سخي ګل و ویل:« موږ ته چې د کومو وسايلو لکه د مېوې د وچولو ماشينونه او د سبزيو او مېوو تخمونو، سرې او درمل بايد راکړي شي.»
کروندګر صادق شاه و ویل:« دا سيمه ډېرې ښې سبزۍ لکه بېنډۍ، مرچ، ټېنډې او بانجان کوي خو ناروغۍ يې خرابوي بايد درمل يې راکړل شي.»
ورته مهال د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ريیس وايي، د دغه ولايت هوا د شین چای د کښت لپاره مناسبه ده او په دې اړه یې څېړنې پيل کړې دي.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس، شېر محمد ذبیح و ویل: «شين چای نوي ويرايټي لري او دا کومه چې کاميابه شوې ده دا بيا تحقيقاتو ته لېږو او بيا به له وزارت سره مشوره کوو هيله من يو چې ښه پایله ورکړي اوس مهال يې پایله ورکړې، دا يا بله هره ويرايټي چې دلته ښه پایله ورکړي موږ هڅه کوو دود يې کړو ځکه شين چای ته دلته ډېره اړتيا ده.»
دغه خوستی کروندګر وايي، د شین چای تخم يې له هند له يوه ملګري راغوښتی و او له خپلو تجربو په ګټنې سره غواړي دغه کښت لا پراخه کړي.