اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالب

خواجه اصف: هېڅ څوک له نورو هېوادونو سره د مذاکراتو اجازه نه‌لري

دید خبرې آژانس: د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور وايي چې، د اسلام‌اباد پر سیاستونو کار نه‌لري او د خپل ایالت په استازولۍ د خبرو اترو لپاره یو پلاوی افغانستان ته استوي.

ښاغلی ګنډاپور وایي چې، د اسلام‌اباد د سیاستونو له امله، هره ورځ د خیبر پښتونخواه خلک قرباني ورکوي او د خبرو اترو له لارې د شته مسایلو د حل په موخه یو پلاوی افغانستان ته استوي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر په دې هکله زیاته کړه:«زه تر څو وزغمم؟ اوس زه دلته اعلانوم، که دا ستاسو پالیسي ده، پالیسي مو په کورونو کې کېږدئ، ستاسو د پالیسۍ لپاره زموږ خلک مړه کېږي، زه به په خپله له افغانستان سره خبرې وکړم، د صوبې په توګه به خبرې وکړم، خپله به لیدنه او خبرې وکړم.»

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر له څرګندونو سره هم‌مهاله، د پاکستان دفاع وزیر وایي هېڅوک اجازه نه‌لري چې، د یوې صوبې په توګه له نورو هېوادونو سره خبرې وکړي او باید له دا ډول څرګندونو مخنیوی وشي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په دې هکله ویلي:«ګنډاپور ویلي چې، زه د یوې صوبې په توګه له افغانستان سره خبرې کوم، هېڅوک د صوبې په توګه له نورو هېوادونو سره خبرې نه‌شي کولای، دا پر فدرالي نظام مستقیم برید دی، دا ډول څرګندونې د پاکستان لپاره زهر دي او باید ډېر محتاطانه چلند ورسره وشي او مخه یې ونیول شي.»

له دې مخکې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن هم ویلي و چې، د پاکستان حکومت د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپله ناکامي په افغانستان پورې تړي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر تر دې وړاندې هم د پاکستان د تحریک انصاف ګوند په یوه غونډه کې ویلي و چې، پاکستان امریکا ته د پوځي اډو په ورکولو سره، د افغانستان پر وړاندې نظامي عملیاتو ته زمینه برابروله.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا