اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

خلیل حقاني له قمي سره لیدلې

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د طا-لبانو چارواکي په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

خلیل حقاني د طا-لبانو او ایران د حکومت ترمنځ د ګډ میکانیزم پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا پروسه باید په باعزته توګه ترسره شي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې بربنسټ، طا-لبانو له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو پر بېرته راستنولو ټینګار کړی دی.

که څه هم طا-لبانو د دې ناستې نور جزٸیات نه دي ورکړي، خو طا-لبانو ویلي، چې دوی په ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت او د کار، زده کړو او کور جوړولو په برخو کې د دوی پر ستونزو خبرې کړې دي.

د طالبانو د کډوالو چارو د وزارت مالي او اداري مرستیال کلیم الرحمن فاني له ایران غوښتنه کړې چې له طا-لبانو سره تعامل وکړي او ويلي يې دوى د اسلامي شریعت سره سم د ټولو ګاونډیانو حقوقو ته ژمن دي.

خو د دې ټولو سره سره، د طا-لبانو په خبرپاڼه کې د ښاغلي قمي په حواله راغلي چې ایران په هر ډول سختو حالاتو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي په هغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه رد کړل او ویې ویل چې د کډوالو ټولو حقونو ته درناوی لري.

په افغانستان کې د ایران سفارت تر اوسه د دغې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا