خلیلزاد: نور هم له احمد شرع زده کړه کولای شي
دید خبرې آژانس: د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په سوریه کې د هیت تحریر شام پر رهبر د امریکا لس میلیون ډالري جایزې لرې کېدو ته په اشارې پوښتنه کړې، “آیا طا-لبان به هم توجه وکړي؟”
هغه د کوم هېواد يا ډلې د نوم له یادولو پرته ویلي، نور هم په ورته شرایطو کې له احمد شرع زده کړه کولی شي چې څنګه د نړۍوال نظام له اصلي بهير سره ګډ شي.
هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: « نور هم په ورته شرایطو کې کولای شي چې، له احمد شرع زده کړي چې څنګه د نړۍوال نظام سره یوځای کیږي، آیا طا-لبانو دې ته فکر کړی؟»
تر دې وړاندې رویټرز راپور ورکړی و چې، امریکا د احمد الشرع نیولو لپاره د لسو میلیونو ډالرو ټاکل شوې جایزه لرې کړې ده.
د منځني ختيځ په چارو کې د امریکا لوړپوړې ډيپلوماټې بارباره لیف په دمشق کې د هیت تحریر شام له رهبر سره تر ډيپلوماټيکو کتنو وروسته دغه موضوع مطرح کړې ده.
د رویټرز د راپور لمخې، الشرع په دغو کتنو کې ژمنه کړې چې ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکوي د سوریې له خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي.
امریکا د هغو معلوماتو په بدل کې چې د احمد الشرع د نیولو سبب شي، لس میلیونه ډالر جایزه ايښې وه.
دا د تېرې څه باندې یوې لسیزې راهیسې سوریې ته د امریکا بهرنیو چارو وزارت د چارواکو لومړی سفر و.
دغه سفر سوریه کې د بشار الاسد د حکومت تر پرځېدو وروسته له انتقالي حکومت سره د امریکا د ډیپلوماټیکو اړیکو جوړولو په موخه ترسره شوی دی.