اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

خلیلزاد: عاصم منیر خپله ستونزه پراخوي

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی وایي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر خپله ستونزه پراخوي.

هغه وايي، چې نوموړي د پاکستان تر ټولو مشهور سیاستوال د یو شمیر غلطو تورنو په اساس بندي کړی او اوس یې د بشري حقونو پر مدافع ډلې پي ټي ام بندیز لګولی دی.

خلیلزاد د جمعې پر ورځ پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي: «هغه په سیمه ییزه توګه د خپل هېواد تاریخي دښمنانه اړیکې له هند سره پراخې کړي او په حقیقت کې اوس یې د افغانستان په وړاندې تاوتریخجن دریځ نیولی دی.»

هغه زیاته کړه، چې طالبان ادعا کوي چې اسلام اباد د دا/عش په پټنځای بدل شوی او دا چې منځنۍ اسیا ته یې په خپل وروستي سفر کې یې له سیمه ییزو کارپوهانو او چارواکو یې هم دا ادعاوې اوریدلې دي.

خلیلزاد وايي: «که دا ادعاوې رښتیا وي، دا له اور سره له لوبو کولو بدتره چاره ده. جنرال منیر دا هېواد کوم لورې ته بیایي؟ د هغه ستراتیژي څه ده؟ پاکستان د لا ښه وضعیت مستحق دی.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا