اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

خلیلزاد: د ښځو او نجونو پر وړاندې د طا-لبانو محدودیتونه د شرم وړ دي

دید خبرې آژانس: د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی وايي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طا-لبانو تعلیمي محدودیتونه نه اسلامي دي او نه هم د کوم بل اسلامي هېواد له خوا تایید شوي.

زلمي خلیلزاد د طا-لبانو دا کړنه د شرم وړ بللې او ویلي یې دي، چې د برېکس ډلې هم د طا-لبانو له دې تګلارې سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ پر اېکس لیکلي، چې د برېکس مشرانو په یوه اعلامیه کې د نجونو په وړاندې د طا-لبانو د “وحشتناکې” پالیسۍ په اړه مخالفت څرګند کړی.

هغه لیکلي: “د طا-لبانو مشرتابه افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد ګرځولی، چې د نجونو پر زده کړو یې له ابتدايي زده کړو څخه پورته بندیز لګولی دی.” ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه، چې د ښځو پر وړاندې د طا-لبانو کړنې اسلامي نه دي او دا سیاستونه “د سړم وړ” دي.

د ښاغلي خلیلزاد لیکلي: «هغه څه چې د نجونو او ښځو د تعلیم په برخه کې کېږي، اسلامي نه بلل کیږي. په حقیقت کې د اسلام نوم ورکول ورته د شرم خبره ده.»

پر اېکس د خلیلزاد دغه پوسټ غبروګون کې د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال پر اېکس پاڼه لیکلي: «خلیلزاد او د امریکا سفارت دنده درلوده چې د جمهوریت ضد تبلیغاتو په تمویل سره د خلکو فکرونه ګډوډ کړي، د سیاسي طبقې د راپارولو او له طا-لبانو سره د یوې مفکورې او نتیجې پر بنسټ د خبرو لپاره یو متحد او همغږي پلاوی جوړ کړي. چې دا کار د غربیانو په ځانګړې توګه د امریکا له مستقیمې مداخلې او رشوت پرته تقریبا ناشوني وو.»

د برېکس ١٦مه سرمشريزه د ٣٦ هېوادونو او شپږو نړۍوالو سازمانونو په ګډون د سې شنبې په ورځ د تاتارستان جمهوريت په کازان ښار کې پيل شوه او د پنجشنبې تر ورځې (د لړم دېیمه) يې دوام وکړ.

د چین، روسیې او د برېکس نورو غړو هېوادونو مشرانو د کازان غونډې په اعلامیه کې له طا-لبانو وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لرې کړي. دوی همدا راز د خلکو اساسي حقونو ته په درناوي ټینګار وکړ او په افغانستان کې یې د ستونزو د سوله ییز او فوري حل غوښتنه وکړه.

طا-لبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او ښځې یې پوهنتون ته له تګه منع کړي دي. همدا راز، طا-لبانو ښځې په نا دولتي موسسو کې له کاره منع کړي او پراخ بندیزونه یې پرې لګولي دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، طا-لبانو له عامه ډګر څخه د ښځو په لرې کولو سره په ټولنه کې جنسیتي توپیر رامنځته کړی دی. خو طا-لبانو دا موضوع رد کړې او ویلي یې دي، چې دغې ډلې د ښځو شرعي حقونو ته درناوی کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا