Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپور

خلیلزاد اسلامی امارت ته: د سوریې له نویو واکمنو زده کړئ

دید خبرې آژانس: د افغانسان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي په سوریه کې د مرکزي بانک د مشرې په توګه د یوې ښځې د ټاکل کیدو له امله د افغانستان سرپرست حکومت هم ننګوولي دي.

زلمي خلیلزاد پر خپلې ایکس پاڼه لیکلي، چې د سوریې د مرکزي بانک د مشرې په توګه د میسا صابرین ټاکل کیدل یو مثبت ګام دی او طا-لبان باید ترې زده کړه وکړي.

هغه دغې ګومارنې ته په اشارې سره پوښتنه کړې چې ایا طا-لبان به دې ته پام وکړي؟

اسلامی امارت د سوریې د نوي حکومت په لومړیو ورځو کې یو بل ته مبارکۍ ویلې او د تحریر الشام ډله یې خورا ډېره ستایله؛ خو اوس یې تازه د ښځینه وو د ګومارنو او له نړۍ والو سره تر تعامل وروسته پر اخیستونکو ګامونو په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو له لوري طا-لبان هم ننګول کېږي.

له سرپرست حکومت سره د دوحې د خبرو اترو پر مهال خلیلزاد په ټینګار سره ویلي و، چې طا-لبان اوس خورا بدل شوي او د نوېیمي لسیزې په څېر افراطي فکرونه نه لري؛ خو د هغه دغه څرګندونې د دې ډلې تر واکمنیدو وروسته برعکس ثابتې شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button