افغانستانخبرخبرې اترېټولنهچاپیریال

خلک د بادام باغ سړک د جوړولو له سوکه توب څخه شکایت کوي

دید خبرې آژانس: د کابل ښار څلورمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي د بادام باغ سړک د بیارغونې د کار له سوکه توب شکایت کوي.

د دغې ناحیې اوسیدونکي له کابل ښارولۍ غوښتنه کوي چې دې سړک د جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي. د بادام باغ سړک جوړول څو میاشتې مخکې پیل شوي و، خو لا تر اوسه بشپړ شوي نه دي. 

سید احمد، د کابل د څلورمې ناحیې اوسیدونکي، ویلي: “که چېرې تړون ښه پر مخ ولاړ شي، نو دا سړک په یوه اونۍ کې بشپړ کیدی شي. موږ د دې سړک له خاورو او دوړو ستړي شوي یو.” 

نصیر احمد، یوه بل اوسیدونکي، هم و ویل: “د دې سړک جوړولو کار ډېر ورو روان دی. خلک او موټرچلوونکي له مشکلاتو سره مخ دي. زه نه پوهیږم چې ولې دا کار دومره ورو روان دی، خو که همداسې دوام وکړي، ښایي دوه کاله نور هم دا سړک جوړ نه شي.” 

د دې ناحیې ځینې نور اوسیدونکي هم وایي، د سړک خرابوالی نه یوازې د دوی ورځني ژوند لپاره ستونزې رامنځته کوي، بلکه د دوی روغتیا ته هم ګواښ پېښوي. 

حفیظ الله هم په دې اړه وايي: “زموږ غوښتنه له ښاروالۍ دا ده چې کله پروژې شرکتونو ته ورکوي، نو باید ښه څارنه یې وکړي؛ ځکه چې دا سړک دوه نیم کاله کیږي چې جوړېږي، خو تر اوسه یې ان خاوره نه ده پاکه کړې.” 

د دغو شکایتونو سربېره، کابل ښاروالۍ وايي، د بادام باغ سړک جوړولو کار تر پنځوس سلنې پرمختګ کړی او د ځنډ لامل پر دغه سړک د برېښنا د پایه‌ګانو لېږد دی. 

د کابل ښاروالۍ استازي، نعمت الله بارکزي، و ویل: “د بادام باغ سړک پراختیا د کابل ښاروالۍ یوه مهم پروژه ده چې تر اوسه تر ۵۰ سلنې پرمختګ کړی دی. د برېښنا د پایه‌ګانو د لېږد له امله یو څه ځنډ رامنځته شوی و.” 

د کابل ښارولۍ د احصایو لمخې، اوس مهال د کابل ښار په کچه ۴۵ سړک جوړونې پروژې روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button