خان محمد له امریکايي وګړو سره د تبادلې په پایله کې خوښې شو
دید خبرې آژانس: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو افغان مجاهد، چې په امریکا کې بندي و، له امریکايي وګړو سره د تبادلې په پایله کې ازاد او خپل هېواد ته راستون کړای شو.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د اوږدو او ګټورو خبرو په پایله کې په امریکا کې د خان محمد په نوم یو تن افغان مجاهد بندي له امریکایي وګړو سره په تبادله کې له بنده ازاد او هېواد ته راولېږدول شو.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې خان محمد چې د امریکایي محکمو له لوري د عمري بند سزا ورته اورول شوې وه او په کالیفورنیا ایالت کې يې د بند موده تېروله، نږدې دوې لسیزې وړاندې په ننګرهار کې نیول شوی و.
سرچینې زیاته کړې، چې د اسلامي امارت دا تبادله د خبرو اترو له لارې د مسئلو د حل یوه ښه بېلګه بولي او په دې برخه کې د قطر ورور هېواد له ګټور رول څخه ځانګړې مننه کوي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې اسلامي امارت د امریکا متحده ايالتونو هغو اقداماتو ته په مثبت نظر ګوري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو له عادي کېدو او پراختيا سره مرسته کوي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم دوه تنه افغانان د اسلامي امارت د هڅو په پایله کې له ګوانتامو زندان څخه ازاد او خپل هېواد ته راستانه کړای شوي وو.