اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

خان د پاکستان په پارلمان کې ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړه

دید خبرې آژانس: د پاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ حکم وکړ چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان ګوند په پارلمان کې د شلو اضافي مخصوصو څوکو وړ دی، هغه څه چې د دغه هیواد په کمزوري ایتلافي حکومت یې فشار زیات کړی دی. په دې توګه د عمران خان ګوڼد په پارلمان له ټولو نورو ګوندونو ډیرې څوکۍ لري.

د خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند کاندیدانو د فبرورۍ د اتمې په ټاکنو کې د ازادو کاندیدانو په توګه سیالي وکړه او د ټاکنو غالب شول. دا کار وروسته له هغه وشو، چې محکمې په ټاکنو کې د تحریک انصاف د برخه اخیستو مخه ونیوله.

دغه ګوند تر نورو هغو ډیری څوکۍ وګټلې خو د ټاکنو کمیسیون وویل، چې خپلواک کاندیدان ۷۰ ځانګړي څوکیو د ترلاسه کولو لپاره په شرایطو برابر نه دي، ځکه چې دغه ځانکړې څوکۍ د سیاسي ګوندونو لپاره دي.

د ټاکنو کمیسیون پریکړه وکړه چې ځانګړې څوکۍ دې د نورو ګوندونو تر منځ وویشل شي، چې ډیر یې په واکمن ایتلاف کې شامل دي.

مشر قاضي فائز عیسی د حکم لوستلو په وخت کې وویل: “د یو سیاسي ګوند په توګه، د تحریک انصاف ګوند د خپلو ځانګړ څوکیو د ترلاسه کولو حق لري.” دغه پریکه د اتو قاضیانو له خوا تایید شوې، خو پنځو قاضیانو ورسره مخالفت کړی دی.

د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ د پریکړې نه وروسته خبریالانو ته وویل، چې د ۲۳ مخصوص څوکیو ورکول د لومړي وزیر شهباز شریف ایتلافي حکومت په پارلماني اکثریت اغیزه نه کوي.

واکمن ائتلاف لا هم د ولسي جرګې د ۳۳۶ غړو له ډلې څه باندې ۲۰۰څوکۍ په واک کې لري. د خان د ګوند څوکې تر پرېکړې مخکې ۸۴ وې، او تمه کېږي چې تر ۱۰۰ډېرې شي.

د پاکستان د ټاکنو د قوانینو له مخې، ګوندونو ته د هغو څوکیو د شمېر په تناسب چې ګټلې یې دي، ۷۰ مخصوصې څوکۍ هم ورکول کیږي- ۶۰ د ښځو او ۱۰ د غیرمسلمانو لپاره ځانګړې شوې دي. دا د پارلمان ټول ټال ۳۳۶څوکۍ پوره کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا